Quantcast
Channel: ټاکنیزې هڅې –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 5

سوله له موقت حکومت پرته ناشونې ده- حکمتیار

$
0
0

د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار د ننګرهار په کمپایني غونډه کې ویلي، اوسنی حکومت د روانې جګړې عامل دی او له موقت حکومت پرته سوله نه کېږي.

د ولسمشرۍ د نوماند ګلبدین حکمتیار د ختیځ استوګنو ته په یوه رابلل شوې غونډه کې څرګنده کړې، چې  اوسنی حکومت د جګړې عامل دی او سوله د موقت حکومت له جوړیدو پرته نه کېږي.

د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، واکمنه ډله د نورو نوماندانو غوڼدې تخریبوي.

حکمتیار دا هم خپلو ختیځو ملاتړیو ته په ډاګه کړې، چې د ولسمشر لمونځ ندی زده او سم یې ادا کولې نشي؛ نو، ځکه یې د آریانا له ټاکنیزې مناظرې تېښته کړې ده.

ښاغلي حکمتیار ویلي؛ ولسمشر په ډاګه کړې، چې په دوه اوونیو کې یې دوه زره طالبان وژلي. په داسې حال کې، چې دې کې یوازې شل طالبان دي او پاتې نور ټول ملکي وګړي دي.

نوموړي له افغانستان څخه د بهرینو ځواکونو پر وتلو هم ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د دوی ډله به د ناجوړه واکمنو له منګلو نیول شوي سوله راخلاصه آزاد ، .

حکمتیار پر ولسمشر اشرف غني سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه؛ په داسې حال کې، چې د هغه نظام له غلو ډک دی ولسمشر د ولس د تېرایستلو لپاره د غلو پرضد شعارونه ورکوي.

حکمتیار دا ټینګار هم کړی، چې د واکمنې ډلې د درغلیو له کبله به ټاکنې بحراني شي.

هغه دا هم ویلي، چې له نورو نوماندانو یې برنامې  ښې دي.

یاده دې وي، چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله د کمپایني غونډو په څېرې دې غونډې ته هم د جلال آباد ګڼې کوڅې او واټونه تړل شوي وه او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ ول.

خبریال: رحمت الله زیارمل

The post سوله له موقت حکومت پرته ناشونې ده- حکمتیار first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 5